6 ”ما قومونه ختم کړل، د هغوئ قلعه ګانې مې تباه کړې، ما د هغوئ کوڅې ويجاړې کړې، په هغې کښې څوک تګ راتګ نۀ کوى. د هغوئ ښارونه خالى شوى دى، هيڅ څوک به په کښې پاتې نۀ شى، يو هم نه.
د ټولې دُنيا دپاره دا زما منصوبه ده او ما خپل لاس د ټولو قومونو خلاف اوچت کړے دے.“
په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.
ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.
نو بيا به څوک دومره هوښيار وى چې په دې ټوله موضوع پوهه شى؟ چا ته د مالِک خُدائ نه دومره هدايت مِلاو شوے دے چې دا بيان کړى چې دا مُلک ولې وران شوے دے؟ دا ولې په ريګستان بدل شوے دے، او دومره ولې وران او خراب شوے دے چې هيڅوک هم پرې تېرېدلے نۀ شى؟“
زۀ به ستاسو د ښارونو نه کنډرې جوړې کړم، ستاسو د عبادت ځايونه به تباه کړم او ستاسو قربانۍ به قبولې نۀ کړم.
په تاسو دې افسوس وى څوک چې د سمندر په غاړ اوسېږئ، اے د چريتيانو خلقو، د مالِک خُدائ کلام ستاسو خلاف دے، اے کنعانه، د فلستيانو زمکې. زۀ به تا تباه کړم، او هيڅوک به باقى پاتې نۀ شى.
ما هغوئ د طوفان په ذريعه په لرى قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړل، چرته چې هغوئ لکه د پردو په شان اوسېدل. د هغوئ مُلک وران ويجاړ پروت وُو او د هغوئ نه پس ورته څوک نۀ شو راتلے. نو دغه شان د هغوئ خپل ښکلے مُلک په صحرا بدل شو.“
او اوس وګوره، هغه دے ستاسو کور خوشے او شاړ پاتې کيږى.
په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.
اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.
ما ستاسو قبيلو ته د هغه قومونو مُلک حواله کړے دے چې خپل ميراث يې شى کومو قومونو چې شکست نۀ دے خوړلے او ورسره د هغه ټولو قومونو چې ما د مخکښې نه فتح کړى دى، چې هغوئ د نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سيند نه واخله د نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى سمندر پورې دى.