Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




صفنياه 3:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 په هغه وخت به زۀ معامله وکړم هغوئ ټولو سره چې په تا يې ظلم زياتے کړے دے، زۀ به ګوډيان بچ کړم او هغوئ به راغونډ کړم چې څوک خوارۀ وارۀ شوى دى. زۀ به هغوئ له عزت او جلال ورکړم، په هر مُلک کښې چرته چې دوئ رسوا شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




صفنياه 3:19
38 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى.


کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.


ستا په مُلک کښې به نور د ظلم زياتى، تباهۍ او بربادۍ ذکر قدرې نۀ کيږى. تۀ به خپلو دېوالونو ته خلاصون او دروازو ته حمد‌و‌ثناء نوم اخلې.


د بې‌عزتۍ او سپکاوى په ځائ به تاسو ته يو په دوه عزت درکړے شى. په خپل مُلک کښې به تاسو د مال دولت يو په دوه حِصه دار يئ، او ستاسو خوشحالى به د همېشه دپاره وى.


او مۀ مالِک خُدائ آرام ته پرېږدئ ترڅو چې هغۀ يروشلم قائم کړى نۀ وى او د دُنيا دپاره يې د فخر باعث جوړ کړى نۀ وى.


خو هر هغه څوک چې تاسو روغ تېروى هغوئ به روغ تېر کړے شى، او ستاسو ټول دشمنان به جلاوطن کړے شى. هر هغه څوک چې تاسو لوټ کوى هغوئ به لوټ کړے شى، او څوک چې په تاسو باندې حمله کوى په هغوئ باندې به حمله وکړے شى.


نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.


نو زۀ به هغوئ د شمالى مُلک نه واپس راولم او د زمکې د لرو ځايونو نه به يې راغونډ کړم. تر دې چې ړاندۀ، ګوډيان، اُميدوارې ښځې او د ماشوم د پېدا کېدو په حالت کښې ښځې، نو هغوئ ټول به د لوئ قبيلې په شکل کښې دلته بيا راواپس شى.


نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“


نو بيا ما خپل لاس ستا خلاف دراوږد کړو او ستا ملکيت مې کم کړو، او ما تۀ خپلو حرصناکو دشمنانو ته حواله کړې، يعنې د فلستيه لوڼو ته چا ته چې ستا د بې‌حيا کارونو نه حيا ورتله.


خو اوس ستا بدعملونه ټولې دُنيا ته څرګند شول. اوس تۀ په خپله په شرمونو کښې پټه شوې او ادوم او د هغوئ ګاونډيان او فلستيان ستا نه نفرت کوى.


زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بې‌لارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.


د هغه مُلک ټول خلق به د هغوئ په ښخولو کښې مدد وکړى، په دې ورځ چې زۀ په دُنيا باندې خپل جلال څرګند کړم، نو دا کار به د دوئ دپاره د عزت باعث شى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.


هغوئ به خپل شرم او هغه ټوله بې‌ايمانى هېره کړى کومه چې هغوئ زما خلاف کړې وه کله چې هغوئ په خپل مُلک کښې بغېر د چا د يرې نه په امن او سکون کښې اوسيږى.


بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.


مالِک خُدائ ستاسو سزا ختمه کړې ده، هغۀ ستاسو دشمنان واپس کړل. مالِک خُدائ، د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے، تاسو به بيا هيڅکله د څۀ نقصان نه نۀ يرېږئ.


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“


هغۀ چې څومره قومونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اوچت وى، نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نوم صِفت او درناوے کيږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“


د خپلو پښو دپاره نېغې لارې خوښې کړئ ځکه څوک چې شل ګوډ دى چې هغوئ درز ونۀ خورى بلکې مضبوط شى.


نو هغوئ په ټوله دُنيا راخوارۀ شول او د خُدائ پاک د مقدسينو دېره او د هغۀ محبوب ښار يې راګېر کړو، خو د آسمان نه اور پرې نازل شو او هغوئ يې تباه کړل.


ادونى‌بزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan