16 په هغه ورځ به هغوئ يروشلم ته ووائى چې، ”يرېږه مه، اے صيونه، پرى نۀ ږدئ چې ستا لاسونه کمزورى پاتې شى.
ګوره، تا ډېرو خلقو ته ښودنه کړې ده، تا کمزورى لاسونه تکړه کړى دى.
په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“
اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
زۀ هغه مالِک خُدائ يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ، د کوم وخت نه چې تاسو پېدا شوى يئ نو زۀ ستاسو مدد کوم. اے يعقوبه زما خادِمه، يرېږه مه، اے بنى اِسرائيله، تۀ ما غوره کړے يې، يرېږه مه.
يرېږئ مۀ، تاسو به نور د شرم سره نۀ مخ کېږئ. شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بېعزته کېږئ. تۀ به خپل د ځوانۍ شرم هېر کړې او د کونډېدو رسوائى به ستا د ذهن نه ختمه شى.
اے زمکې، مۀ يرېږه، خوشحالى وکړه او خوشحاله اوسه، يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.
څنګه چې تۀ د قومونو دپاره د لعنت نښه وې، اے يهوداه او اِسرائيله، نو داسې به زۀ تا بچ کړم، او تۀ به د برکت سبب وګرځې. مۀ يرېږه، او تکړه شه.“
”نو اوس ما پخه اراده کړې ده چې يروشلم او يهوداه ته به برکت ورکړم. يرېږه مۀ.
په بله ورځ ګڼ خلق چې اختر له راغلى وُو چې د دې نه خبر شول چې عيسىٰ هم يروشلم ته راروان دے،
نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.
نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.
نو زۀ تاسو ته خواست کوم چې زما د مصيبتونو په ليدو سره مۀ بېزړۀ کېږئ. ځکه زۀ دا ستاسو دپاره برداشت کوم، او دا دې ستاسو د عزت باعث وى.
نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ.
ما ته دا هم پته ده چې زما د نوم د خاطره تا دا په صبر سره وزغمل او تۀ ستومانه نۀ شوې.