Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




صفنياه 2:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




صفنياه 2:15
27 Iomraidhean Croise  

کۀ تاسو زما په ځائ وئ نو هم ما ستاسو خِلاف لوئې لوئې خبرې جوړولے شوې، او ستاسو سپکاوے به مې کړے وے.


هوا په هغوئ پسې داسې شور جوړوى لکه چې سړے په چا پورې خندا کوى.“


ټول ښار بې‌قراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.


اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ، د يرې نه ولړزېږئ. اے بې‌غمه لوڼو د يرې نه ورپېږئ. خپلې کپړې وباسئ بربنډې شئ او د ټاټ جامې واچوئ.


محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى.


اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ زما خبره واورئ. اے بې‌پرواه لوڼو زما خبره په غور سره واورئ.


تا خپل ځان په بدعملۍ کښې محفوظ وګڼلو، ستا خيال دا وو چې هيڅ څوک دې نۀ وينى. خپل حِکمت او پوهې تۀ بې‌لارې کړې، او تا د خپل ځان سره ووئيل چې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته.“


نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.


زۀ به يروشلم تباه کړم، او د خلقو د خندا به يې کړم. څوک هم چې په دې لار تېريږى نو د هغوئ په تباهۍ به حق حېران شى.


د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د بابل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى.


افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه شوه.


افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.


هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بې‌عېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“


د قومونو سوداګرو ستا په حقله په خپلو کښې وائى چې توبه توبه، کله چې هغوئ ستا خراب اَنجام وليدو او تۀ د تل دپاره نيست نابود شوې.“


”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې.


ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى.


هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.


بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“


ستا زخم هيڅ يو څيز هم نۀ روغوى، ستا زخم وژونکے دے. هر څوک چې ستا په حقله ستا په راغورزېدو خبر شى هغه لاسونه پړقوى، ځکه داسې څوک نشته چې ستا د نۀ ختمېدونکى ظلم نه خلاص شوى وى.


هغوئ يره او دهشت خورونکى خلق دى، د هغوئ قانون د خپل ځانونو دپاره دے او خپل عزت په خپله زياتوى.


په لارې تېرېدونکو به عيسىٰ ته په چغو کنځل کول او په مسخرو به يې سرونه ورپورې خوځول،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan