Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




صفنياه 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




صفنياه 2:14
8 Iomraidhean Croise  

د صحرا د ګونګى په شان يم، زۀ لکه د ګونګى چې په تباه شوو کنډرو کښې اوسېږم.


بابل به زۀ په نمژنه زمکه بدل کړم او هلته به ګونګا مارغان اوسيږى. زۀ به په بابل باندې داسې جارُو ووهم چې هغه به د ځان سره هر څۀ جارُو کړى. زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا اعلان کوم.“


هغه وائى چې، زۀ به د خپل ځان دپاره يو لوئ محل جوړ کړم چې په کښې بره لوئې کوټې او ډيرې اوچتې کړکۍ وى او د لرګى کار به يې په خوشبودار دِيار سره وکړم او تک سور رنګ به ورکړم.


ما وليدل چې مالِک خُدائ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. او هغۀ وفرمائيل چې، ”د عبادتګاه د ستنو پاس سرونه ووهئ چې بنيادونه يې ولړزيږى. د خلقو په سرونو يې ښکته راوغورزوئ، څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به زۀ په تُوره مړۀ کړم. يو به هم ونۀ تښتى، او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.


د سمندر غاړه به د شپونکو د څرن ځائ او د ګډو شپول وى.


بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو او د مردارو او حرامو ځناورو کور دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan