Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




صفنياه 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




صفنياه 1:9
11 Iomraidhean Croise  

زما نه مخکښې به چې کوم يو حکمران هم په دفتر کښې وو هغه به په خلقو بوج وو. د ميو او د خوراک دپاره به يې هره ورځ ترې نه څلوېښت د سپينو زرو سيکې غوښتې. د هغوئ نوکرانو به هم د خلقو سره زياتے کولو. خو ما به د هغوئ په شان کار نۀ کولو، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه يرېدلم.


کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى.


لکه څنګه چې د يو ښکارى پنجره د مارغانو نه ډکه وى، نو هم دغه شان د دوئ کور هم د شرارت او فساد نه ډک وى. هم دا وجه ده چې دوئ ډېر زورَور او مالداره شوى دى،


مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“


د هغې مالداره خلق ظالمان دى، د هغې خلق دروغژن دى او د هغوئ ژبې د دوکې خبرې کوى.


ما ترې تپوس وکړو چې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا د پېمانې ټوکرۍ ده.“ او هغې دا وفرمائيل چې، ”چې د ټول مُلک د خلقو د بې‌اِنصافۍ نه ډکه ده.“


خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل.


سحر د هغې خاوند پاڅېدو او کله چې هغۀ دروازه کولاو کړه چې په خپله مخه لاړ شى، نو هغۀ د کور په مخکښې خپله وينځه وليده چې د دروازې په خولۀ کښې پرَته وه او لاسونه يې درشل ته رسېدلى وُو.


نو ځکه تر نن پورې د دجون اِمامان او د هغۀ ټول عبادت کوونکى په اشدود کښې د دجون په درشل باندې قدم نۀ ږدى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan