Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




صفنياه 1:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”زۀ به د زمکې د مخ نه هر يو څيز ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




صفنياه 1:2
13 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“


اګر چې شامى لښکر وړوکے وو، خو مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو چې د يهوداه دومره لوئ لښکر له شکست ورکړى ځکه چې د يهوداه خلقو مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک پرېښے وو. نو داسې يوآس بادشاه ته سزا مِلاو شوه.


د يرمياه پېغمبر په ذريعه چې د مالِک خُدائ کوم پېغام اورولے شوے وو نو هغه پوره شو چې، ”اويا کاله به هغه زمکه شاړه پرته وى، ځکه چې هغې د سبت آرام نۀ وو کړے.“


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“


نو همدارنګه يهويقيم د يهوداه بادشاه ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، تا دا طومار وسوزولو او يرمياه ته دې وئيل چې، تا ولې په دې کښې دا ليکلى دى چې په يقين سره به د بابل بادشاه راشى او په حقيقت کښې به دا مُلک تباه کړى او انسان او ځناور داوړه به په کښې جارُو کړى؟


نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“


نو مالِک خُدائ خپل مقصد پوره کړو، هغۀ د خپل مقصد خبردارے ورکړو، چې د ډېر پخوا نه يې خبردارے ورکړے وو، هغۀ په بې‌رحمۍ سره هر څۀ تباه کړل. هغۀ ستا دشمنان په تا خوشحاله کړل او هغۀ ستا د دشمنانو زور په تا اوچت کړے دے.


زمکه به د اوسېدونکو په وجه او د هغوئ د بدو عملونو په نتيجه کښې د خلقو نه شاړه شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan