14 د مالِک خُدائ د قيامت لويه ورځ رانزدې ده، ډېره نزدې ده او زر راتلونکى ده. غوږ شئ، د مالِک خُدائ د ورځ ژړا به سخته وى، په هغه ورځ به ښۀ تکړه فوجيان هم چغې وهى.
د حسبون او اِلىعالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بېحوصلې شوى دى.
خو اوس تکړه خلق په لارو کوڅو کښې ژړاګانې کوى. کومو سفيرانو چې د امن راوستلو کوشش کولو نو اوس هغوئ په چغو چغو ژاړى.
واورئ. په ښار کښې شور او غوغا، د خُدائ پاک په کور کښې آواز ته غوږ ونيسئ، دا د مالِک خُدائ آواز دے، خپلو دشمنانو له سزا ورکوى.
يا کۀ زمکې ته ګورى، خو هغوئ ته به د پرېشانۍ، مصيبت او تيارې نه بغېر هيڅ هم نۀ ښکارى، په تکه توره او يروونکې تيارۀ کښې به وغورزولے شى.
د شپونکو ژړا انګولا واورئ، او د قوم د مشرانو ژړا او فرياد واورئ، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ مُلک تباه کوى.
افسوس چې هغه ورځ به څومره سخته وى. د هغې ورځې په شان به بله کومه ورځ هم نۀ وى. دا به د يعقوب دپاره سخته ورځ وى، خو په آخر کښې به هغه ترې بچ شى.
خو زۀ څۀ ګورم؟ چې په مِصرى فوجيانو باندې د يرې نه دهشت راغلے دے او هغوئ د يرې نه لګيا دى په شا کيږى، د هغوئ فوجيانو شکست وخوړلو. او په وارخطايۍ سره په مخه تښتى او هغوئ وروستو نۀ ګورى، او د هرې خوا نه په هغوئ باندې يره خوره شوې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.
قريوت به قبضه شى او د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې به واخستلے شى. او په هغه ورځ به د موآب د فوجيانو زړونه داسې ګبراويږى لکه چې د يوې ښځې زړۀ چې د لنګون په وخت کښې ګبراويږى.
هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ دا متل ختموم، او دوئ به هيڅکله بيا په اِسرائيل کښې دا ونۀ وائى. هغوئ ته ووايه، هغه ورځې رانزدې دى چې هره يوه پېشګوئې به پوره شى.
ځکه هغه ورځ رانزدې ده، د مالِک خُدائ ورځ رانزدې ده، د تورو تيارو ورځ، دا به د قومونو دپاره د قيامت ورځ وى.
هغه وخت راغلے دے، هغه ورځ رارسېدلې ده. اخستونکى دې خوشحالى نۀ کوى او نۀ دې خرڅوونکى خفګان کوى، ځکه چې غضب په ټوله ګڼه باندې راتلونکے دے.
څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ ټول به غرونو ته پناه اخستلو له لاړ شى، او هر يو به لکه د ګوګوشتکو په شان د خپلې ګناه په وجه زبيرګى کوى.
افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.
په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.
مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟
نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.
په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده.
مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.
مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“
په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”يوه چغه به د کب دروازې نه اوچته شى، د ښار د نوې حصې نه به ماتم، او د غونډو نه به د ماتېدو آوازونه راځى.
د مالِک خُدائ په وړاندې خاموشه اوسه، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ نزدې ده. مالِک خُدائ يوه قربانى تياره کړې ده، هغۀ هغه څوک مقدس کړى دى چې هغۀ راغوښتى دى.
ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.
پرېږده چې ټولو خلقو ته ستا نرم مزاجى ښکاره شى، ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے.
ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى.
د خُدائ پاک آواز هغه وخت زمکه ولړزوله خو اوس هغۀ دا لوظ کړے دے چې، ”اوس يو ځل بيا به زۀ يواځې زمکه نه، بلکې آسمان هم ولړزوم.“
اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.