Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




صفنياه 1:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




صفنياه 1:12
19 Iomraidhean Croise  

قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟


خپل غرور کښې بدکاران طلب نۀ کوى د خُدائ پاک، په خپلو ټولو سوچونو کښې هيڅ پرواه نۀ کړى د خُدائ پاک.


”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان، دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.


دوئ وائى چې، ”مالِک خُدائ دا نۀ ګورى، او د يعقوب خُدائ پاک پام نۀ کوى.“


تاسو وايئ، ”مالِک خُدائ دې زر زر خپل کار وکړى چې مونږ دا وګورو. او چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات کومه منصوبه جوړه کړې ده هغه دې زر سر ته ورسوى چې مونږ ته د هغې پته ولګى.“


د هغوئ بُتان داسې دى لکه د بادرنګو په پټى کښې چې ګوډاګے د مارغانو د شړلو دپاره ودرولے شوے وى، کوم چې نۀ خبرې کولے شى، او نۀ هغه په خپله ګرځېدے شى، په کار دے چې نور خلق دا اوچت کړى. د هغوئ نه مۀ يرېږه، دوئ تا ته ضرر نۀ شى در رسولے او نۀ څۀ فائده درکولے شى.“


موآب د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې په امن او سکون سره وخت تېر کړے دے، هغه جلاوطن شوے نۀ دے. لکه څنګه چې مے په خپل لوښى کښې ځائ په ځائ پراتۀ وى، او د يو لوښى نه بل لوښى ته نۀ وى اړولے شوى. نو د هغې ذائقه هم هغه شان ده لکه څنګه چې يې د اول نه وه، او د هغې خوشبو بدله شوې نۀ ده.


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“


او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.


”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى.


د ادوم خلق، د عِيسو اولاد به په پوره توګه لوټ کړے شى، او د هغوئ پټې خزانې به يوړے شى.


تاسو مالِک خُدائ په خپلو خبرو ستړے کړو. ”مونږ هغه څنګه ستړے کړو؟“ تاسو تپوس کوئ. په دې وئيلو سره چې، ”ټول بد کوونکى د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ دى او هغه د هغوئ نه رضا دے،“ يا ”اِنصاف کوونکے خُدائ پاک چرته دے؟“


او وائى به چې، ”د هغۀ د راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چې د کله نه چې زمونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى د هغه وخت نه تر اوسه پورې هر څۀ هم هغه شان دى لکه چې د مخلوق د شروع نه وُو.“


او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan