Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




صفنياه 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”يوه چغه به د کب دروازې نه اوچته شى، د ښار د نوې حصې نه به ماتم، او د غونډو نه به د ماتېدو آوازونه راځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




صفنياه 1:10
18 Iomraidhean Croise  

خو داؤد د هغوئ د صيون قلعه قبضه کړه او دا ”د داؤد ښار“ په نوم مشهوره شوه.


د هغه قلعې قبضه کولو نه پس، داؤد په دې کښې اوسېدو او ”د داؤد ښار“ نوم يې پرې کېښودو. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې د غرۀ نمرخاتۀ طرف ته زمکه په خاورو باندې ډکه شوې وه.


نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،


نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.


نو داسې مالِک خُدائ حزقياه بادشاه او د يروشلم خلق د اسور بادشاه سينحرب د زور نه او د هغوئ د نورو دشمنانو نه بچ کړل. او هغوئ د هر يو قوم سره په امن کښې ژوند تېرولو.


د دې نه پس، منسى د داؤد ښار د بهرنى دېوال اوچتوالے زيات کړو، د نمرپرېواتۀ په طرف په وادۍ کښې د جيحون د چشمې نه د کبانو دروازې پورې او هم دغه دېوال د عوفل د غر نه هم راتاو وو. هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په هر يو ښار کښې يو يو فوجى آفسر مقرر کړو.


د بادشاه په حُکم، خِلقياه او نور لاړل چې د يوې ښځې سره مشوره وکړى چې نوم يې خُلده وو، دا پېغمبره د يروشلم په نوې حِصه کښې اوسېده. د هغې خاوند سلوم، د توقهت زوئ او د خسره نمسے وو، سلوم د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو. چې څۀ شوى وُو نو هغوئ ورته هغه بيان وکړو،


او د هغه ځائ نه مونږ د اِفرائيم دروازې نه، يسانه دروازې نه، د کبانو دروازې نه، د حنن‌ايل مينارې او د سلو مينارې نه روان وُو او د ګډو دروازې ته لاړُو. او مونږ خپل تګ د خُدائ پاک د کور دروازې سره نزدې بس کړو.


د سناآه قبيلې د کبانو دروازه جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپل ځائ باندې ولګولې، د دروازې د تالا کولو دپاره يې سيخونه او زنځيرونه ولګول.


مونږ ټول لکه د مېلوګانو غوريږُو، لکه د کونترو غور‌غور کوُو، مونږ د اِنصاف په انتظار کښې يُو خو شته دے نه، مونږ د خلاصون په انتظار کښې يُو خو دا زمونږ نه لرې دے.


د صدقياه د بادشاهۍ په يوولسم کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ هغوئ د ښار دېوالونه مات کړل او ښار ته ورننوتل.


ما داسې ژړا واورېدله لکه چې د يوې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى، داسې زبيرګى وُو لکه څنګه چې يوه ښځه په وړومبى ماشوم کوى. زما لور صيون ژاړى او سلګۍ وهى، او خپل لاس يې د امداد دپاره اوږد کړے دے او وائى، ”افسوس په ما! زۀ تباه شوم او چې د خپلو قاتلانو د وړاندې تکه زېړه او بې‌وسه شوې يمه.“


نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې د هغوئ خلق د دوئ د معبودانو او د دوئ د قربان‌ګاه سره مړۀ پراته وى، په هره اوچته غونډۍ او اوچت غر دپاسه او د هرې شنې ونې لاندې او د څېړۍ د ونې لاندې به د دوئ لاشونه پراتۀ وى په هغه ځايونو کښې چرته چې هغوئ خپلو ټولو معبودانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې.


قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ، به د عبادتخانې سندرې په ژړا او ماتم بدلې شى. ډېر مړى به په هر ځائ کښې په خاموشۍ پراتۀ وى.“


هغه به د غضب ورځ وى، د غم او مصيبت ورځ به وى، د تباهۍ او بربادۍ ورځ به وى، د تورې تيارې او خړې ورځ به وى او د تکې تورې وريځې ورځ به وى.


د مالِک خُدائ په وړاندې خاموشه اوسه، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ نزدې ده. مالِک خُدائ يوه قربانى تياره کړې ده، هغۀ هغه څوک مقدس کړى دى چې هغۀ راغوښتى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan