Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




صفنياه 1:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د مالِک خُدائ کلام په صفنياه نازل شو. صفنياه د کوشى زوئ او کوشى د جدلياه زوئ، او جدلياه د امرياه زوئ، او امرياه د حزقياه زوئ وو، دا کلام په هغه وخت نازل شو کله چې يوسياه د امون زوئ د يهوداه بادشاه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




صفنياه 1:1
12 Iomraidhean Croise  

منسى مړ شو او د محل په باغ يعنې د عُزا په باغ کښې ښخ شو، د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


امون د عُزا د باغ په اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوسياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


منسى مړ شو او په محل کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو،


نو بيا مالِک خُدائ د يوسياه د زوئ سلوم په حقله فرمائى، څوک چې د پلار نه پس د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو، ”هغه د دې ځائ نه لاړو او هغه به هيڅکله نۀ راواپس کيږى.


”د يهوداه بادشاه د امون د زوئ يوسياه د بادشاهۍ د ديارلسم کال نه واخله، تر اوسه پورې مالِک خُدائ د درويشتو کالو دپاره ما ته پېغام راکړو او ما هغه تاسو ته څو ځله در رسولے دے، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.


د مالِک خُدائ کلام په حزقى‌ايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو.


مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.


هره يوه صحيفه د خُدائ پاک د خوا نه الهام شوې ده او دا د تعليم ورکولو، ملامتولو، د اصلاح او د صادقه تربيت دپاره فائده مندې هم دى،


نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan