Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 9:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 زۀ به د هغوئ د خُلو نه د وينو ډکه غوښه راکاږم، او د هغوئ د غاښونو نه به حرامه قربانى راوباسم. او ژوندى پاتې شوى فلستيان به زمونږ د مالِک خُدائ عبادت وکړى او د يهوداه د يوې قبيلې په شان به شى. د عقرون فلستيان به زما خلقو سره يوځائ شى، لکه څنګه چې پخوانى يبوسى يو ځلى يوځائ شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 9:7
21 Iomraidhean Croise  

يبوسى، امورى، جرجاسى،


بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه.


مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.


د دوئ غاښونه مات کړه، پاکه خُدايه، د دې زمرو ژامنې ماتې کړه، مالِکه خُدايه.


هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.


خو زۀ به بيا موآب په راتلونکى وخت کښې دوباره بحال کړم، مالِک خُدائ فرمائى.“ نو دلته د موآب په حقله د يرمياه نبى پېشګوئې ختمه شوه.


خو زۀ به په آئنده کښې د عيلام خلق بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


خو وروستو به زۀ عمونيان يو ځل بيا بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“


پردى خلق به اشدود قبضه کړى، او زۀ به د فلستيانو غرور ختم کړم.


نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم.


په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan