Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 9:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د اسقلون ښار به دا وګورى او وبه يريږى. غزه به د يرې نه په لړزان شى. او عقرون به هم، ځکه چې د هغې اُميد به ختم شى. د غزه بادشاه به مړ شى او اسقلون به شاړ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 9:5
18 Iomraidhean Croise  

دا پېغام په هغه کال باندې راغلے وو په کوم کال چې احاز بادشاه مړ شو.


دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.


اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه،


زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.


خو مالِک خُدائ به د دې ملکيت قبضه کړى. او د دې ټول قدرت به په سمندر کښې تباه کړى، او دا به په اور وسوزولے شى.


پردى خلق به اشدود قبضه کړى، او زۀ به د فلستيانو غرور ختم کړم.


بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“


او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.


ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan