17 هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.
نو بيا به زمونږ زامن په ځوانۍ کښې لکه د سيرابه تکو شنو بوټو په شان وى، او زمونږ لوڼه به لکه د محل د زينت د ستنو په شان وى.
هغوئ به ستا د بېاندازې ښۀوالى جشن کوى، او په خوشحالۍ سره به ستا د صداقت سندرې غږوى.
د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.
ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.
خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى.
په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.
د صيون نه چې په ښائست باندې پوره دے نو خُدائ پاک د هغه ځائ نه ځلېدلے دے
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، ستا جلال دې په مونږ رانازل شى، زمونږ د لاسونو کارونه مونږ ته مضبوط کړه او زمونږ د لاسونو کارونو له کاميابى ورکړه.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
زما جانان سور سپين دېنه، او په لسو زرو کښې د ټولو نه اعلىٰ دېنه.
او ستا شونډې د اعلىٰ ميو په شان دينه. نو دا مے دې زما د جانان په غاښونو او شونډو باندې په نرمۍ سره وبهيږينه.
تاسو به وګورئ بادشاه به د شان او شوکت سره په يو داسې مُلک باندې حکومت کوى چې تر لرې لرې پورې خور وى.
اے مالِکه خُدايه، د آسمان نه په مونږ نظر وکړه، چرته چې تۀ د پاکوالى او جلال سره اوسېږې. ستا غېرت او ستا طاقت چرته دے؟ مونږ ستا د رحم او همدردۍ نه محروم پاتې شُو.
زۀ به د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې بيان وکړم، هر څۀ چې هغۀ زمونږ دپاره کړى دى نو د هغې دپاره به زۀ د هغۀ ثناء صِفت کوم. هغۀ چې بنى اِسرائيلو سره بېشمېره ښېګړې کړې دى په هغې به خوشحالى کوم، کومې چې هغۀ د خپل رحم او مينې په مطابق کړى دى.
هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.
زۀ به د هغوئ اِمامان په غوړو زېړو خوراکونو ماړۀ کړم، او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
تاسو سره به د خوړلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وى ترڅو چې تاسو ښۀ ماړۀ شئ، او تاسو به د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د نوم شُکر ګزارى وکړئ، چا چې ستاسو دپاره معجزې کړې دى. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.
په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى.
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
خو شريعت ځکه راغلو چې خلقو ته پته ولګى چې هغوئ څومره ګناهګار دى. خو چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى.
خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.