Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 9:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په هغه ورځ د خپلو خلقو د شپونکى په توګه بچ کړى. هغوئ به د هغۀ په مُلک کښې لکه د تاج د قيمتى کاڼو په شان ځليږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 9:16
25 Iomraidhean Croise  

ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو، مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.


په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى.


دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه،


ګورئ، مالِک خُدائ تعالىٰ لوئ قدرت سره راروان دے، هغه به د طاقت سره حکومت وکړى، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.


ستا منارې به زۀ د ځلېدونکو عقيقو نه جوړې کړم، ستا دروازې به د پړقېدونکو لعلونو نه جوړې کړم، او ستا دېوالونه به د قيمتى کاڼو نه جوړ کړم.


کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.


قومونه به ستا نُور له راشى، او بادشاهان به ستا د سحر راختونکې رڼا له راشى.


نو تۀ به د مالِک خُدائ په لاس کښې د شاندار تاج په شان يې او د خپل خُدائ پاک په لاس کښې به د شاهى پټکى په شان يې.


زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے قومونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، او هغه لرې ساحلى وطنونو ته يې بيان کړئ. هغه چا چې بنى اِسرائيل خوارۀ کړى دى هم هغه به يې راغونډ کړى. لکه څنګه چې شپونکے د خپلې رمې ساتنه کوى هم داسې به هغه د هغوئ خيال ساتى.


مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى او هغوئ به د هغه کسانو نه آزاد کړى چې د دوئ نه زورَور دى.


”مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به په خپله د خپلو ګډو لټون وکړم او هغوئ به راپېدا کړم او د هغوئ خيال به ساتم.


لکه څنګه چې شپونکى د خپلو ګډو سره وى او د خپلو خوَرو ګډو په تلاش کښې وى، نو هم داسې به زۀ هم د خپلو ګډو په تلاش کښې يم. زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه بچ کړم چرته چې هغوئ د تيارې او د وريځې په ورځ خوَرې ورې شوې وې.


تاسو زما ګډې، زما د څرن د ځائ ګډې، زما خلق يئ، او زۀ ستاسو خُدائ پاک يم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“


هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى.


اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.


په هغه وخت به زۀ تاسو راغونډ کړم، په هغه وخت به زۀ تاسو خپلو کورونو ته راولم. زۀ به تاسو ته د دُنيا په ټولو خلقو کښې عزت او جلال درکړم، زۀ به تاسو ستاسو د خپلو سترګو د وړاندې بيا آباد کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به تا په هغه ورځ بوځم، زما خِدمت کوونکى زرُبابل د شلتى‌اېل زويه، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به تا لکه د خپل مهر د ګوتې په شان کړم، ځکه چې تۀ ما خوښ کړے يې. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.“


زۀ به د يهوداه خلق تکړه کړم او د يوسف قوم به بچ کړم. زۀ به هغوئ بيا آباد کړم ځکه چې زۀ په هغوئ رحم کوم. هغوئ به داسې وى لکه چې کله ما هغوئ نۀ وى رد کړى. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، او زۀ به د هغوئ دُعا ته جواب ورکوم.


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“


اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.


زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan