Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 8:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 8:23
35 Iomraidhean Croise  

د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا د دوو لوڼو او شپږ کاله ستا د رَمو دپاره، ستا خِدمت کړے دے. او بيا هم، تا لس ځل زما مزدورى بدله کړه.


خو بيا هم هغۀ زۀ دوکه کړم او لس ځل يې زما مزدورى بدله کړې ده. خو خُدائ پاک هغه ما ته څۀ نقصان رسولو ته پرې نۀ ښودلو.


نو الياس اليشع ته وفرمائيل، ”دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې د اُردن سيند ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم خورم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ دواړه روان شول،


د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.


د اِفرائيم، منسى او د شمعون قبيلو ډېر خلق د آسا په طرف شوى وُو او د هغۀ په بادشاهۍ کښې اوسېدل، ځکه چې هغوئ ته پته لګېدلې وه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل دے. آسا هغوئ ټول او د يهوداه او بنيامين خلق راوغوښتل.


هر ښار او هرې صُوبې ته هم چې د بادشاه فرمان ورسېدو، نو يهوديان خوشحاله وُو. هغوئ مېلمستيا او جشن وکړو. او په هغوئ کښې نور ډېر خلق په دې وجه يهوديان شول، ځکه چې د يهوديانو نه يرېدل.


تا لس ځلې زما بې‌عزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟


خپلې پېسې په اووۀ يا اتۀ ځايونو کښې بندې کړه، ځکه چې هيڅ پته نۀ لګى چې څۀ افت به په زمکه باندې راپېښ شى.


په هغه وخت کښې به يو کس خپل ورور ته ووائى، ”تر اوسه پورې تا سره څادر شته نو په دې وجه راشه او زمونږ مشر جوړ شه. او د کنډراتو د دې ډيرى ذمه وارى اوچته کړه.“


کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“


او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى.


اوس به تاسو د بل مُلک هغه قومونه راوغواړئ، چې په يو وخت کښې هغوئ تاسو نۀ پېژندئ، خو اوس به هغوئ په منډه منډه تاسو له راشى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات به دا هر څۀ وکړم، او تاسو له به عزت درکړم.


کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.


قومونه به ستا نُور له راشى، او بادشاهان به ستا د سحر راختونکې رڼا له راشى.


ما ته د هغوئ د خيالونو او عملونو پته ده. زۀ ټول قومونه او جدا جدا ژبو وئيلو والا راغونډوم. هغوئ به راشى او زما جلال به ووينى.


او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى. کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو.


په هغه وخت به زۀ معامله وکړم هغوئ ټولو سره چې په تا يې ظلم زياتے کړے دے، زۀ به ګوډيان بچ کړم او هغوئ به راغونډ کړم چې څوک خوارۀ وارۀ شوى دى. زۀ به هغوئ له عزت او جلال ورکړم، په هر مُلک کښې چرته چې دوئ رسوا شوى وُو.


چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.


هغه د شا د طرفه راغله او د هغۀ د جامو لمن له يې لاس وروړو او سمدستى يې وينه ودرېده.


تر دې چې خلقو به خپل رومالونه او پېش بندونه د پولوس د بدن سره لګول او هغه به يې په بيمارانو راښکل نو هغوئ به د رنځونو نه رغېدل او پيريان به د هغوئ نه تښتېدل.


د بې‌ايمانه د زړۀ د راز څرګندېدو نه پس به هغه کس د خُدائ پاک په وړاندې په سجده شى او د هغۀ عبادت به وکړى، او اِقرار به وکړى چې، ”بې‌شکه خُدائ پاک په تاسو کښې دے.“


هغه ټولې غونډې ته د يشوَع په ذريعه د موسىٰ هر يو حُکم واورولے شو چې په دې غونډه کښې ښځې، ماشومان او د نورو قومونو هغه خلق هم شامل وُو چې د هغوئ سره اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan