Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 8:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 او ډېر خلق او طاقتور قومونه به يروشلم ته راشى چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج لټون وکړى او د هغۀ نه برکت وغواړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 8:22
18 Iomraidhean Croise  

مِصر ورټه څوک چې د وحشى ځناورو په شان د لوخو په ځنګل کښې اوسيږى، او هغه قومونه چې د ځنګلى غوَيانو د رمو په شان د سخو په مينځ کښې دى ورټه، او دوئ عاجزه کړه چې تا ته د سپينو زرو نذرانې وړاندې کړى. هغه خلق خوارۀ وارۀ کړه څوک چې د جنګ شوق کوى.


په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،


او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.


نو په دې غر به هغه د خلقو نه د مرګ سورے ختم کړى، کوم سورے چې د ټولو قومونو دپاسه ولاړ دے.


خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى، ”ګورئ، زۀ به قومونو ته اِشاره وکړم، او هغوئ به ستاسو زامن په غېږ کښې او ستاسو لوڼه په اوږو کورونو ته راولى.


هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“


اوس به تاسو د بل مُلک هغه قومونه راوغواړئ، چې په يو وخت کښې هغوئ تاسو نۀ پېژندئ، خو اوس به هغوئ په منډه منډه تاسو له راشى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات به دا هر څۀ وکړم، او تاسو له به عزت درکړم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هرې نوې مياشتې په راختو او د هر سبت په ورځ به ټول خلق ما له راځى او زما عبادت به کوى.


کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“


ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.


هغه به د ډېرو قومونو په مينځ کښې عدالت وکړى، او د لرې او نزدې مضبوطو حکومتونو لانجې به فېصله کړى. هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قوم به د قوم خلاف تُوره نۀ اوچتوى، او نۀ به هغوئ د جنګ کولو تربيت حاصلوى.


زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


بيا به د ټولو قومونو پاتې ژوندى کسان چا چې په يروشلم حمله کړې وه کال په کال د بادشاه، مالِک خُدائ ربُ الافواج عبادت ته هلته ځى، او د جونګړو اختر به کوى.


او د يو ښار خلق به بل ته ځى او وائى به، راځئ چې په شريکه د مالِک خُدائ نه سوال وکړُو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج لټون وکړُو. زۀ په خپله هم ورځمه.


او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“


اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“


د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan