نو بيا کله چې د بل مُلک خلق کوم چې ستا د قوم بنى اِسرائيلو نه نۀ وى او ستا د شُهرت او د هغه لويو کارونو نه خبر شى چې تا د خپلو خلقو دپاره کړى دى او ستا د عبادت دپاره د لرې نه راشى او دې کور طرف دُعا وکړى،
مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“
نو بنى اِسرائيل به د ادوم په پاتې ځايونو قبضه وکړى او په ټولو هغه قومونو به قبضه وکړى چې زما په نوم دى.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے، څوک چې به دا هر څۀ کوى.
هغه به د ډېرو قومونو په مينځ کښې عدالت وکړى، او د لرې او نزدې مضبوطو حکومتونو لانجې به فېصله کړى. هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قوم به د قوم خلاف تُوره نۀ اوچتوى، او نۀ به هغوئ د جنګ کولو تربيت حاصلوى.
زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمرخاتۀ او د نمرپرېواتۀ نه به ډېر خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې يو ځائ کښېنى،
بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“