Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 8:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 8:19
27 Iomraidhean Croise  

نو د صدقياه د بادشاهۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د بابل بادشاه نبوکدنضر د خپل ټول لښکر سره د يروشلم خِلاف روان شو. هغۀ د ښار نه بهر خېمې ولګولې او د ښار نه ګېرچاپېره يې د محاصرې دېوالونه تاو کړل.


خو د هغه کال په اوومه مياشت، د شاهى خاندان اليسمع نمسے او د نتنياه زوئ اِسمٰعيل د لسو کسانو سره مصفاه ته لاړو، په جدلياه يې حمله وکړه او وې وژلو. د هغۀ سره چې کوم يهوديان او بابليان وُو هغه يې هم ووژل.


هر ښار او هرې صُوبې ته هم چې د بادشاه فرمان ورسېدو، نو يهوديان خوشحاله وُو. هغوئ مېلمستيا او جشن وکړو. او په هغوئ کښې نور ډېر خلق په دې وجه يهوديان شول، ځکه چې د يهوديانو نه يرېدل.


دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.


تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،


د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.


په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.


هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.


د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.


نو بيا تاسو د مالِک خُدائ کور ته کله چې روژه وى لاړ شئ او خلقو ته هغه څۀ ولولئ کوم چې ما تاسو ته وفرمائيل او تاسو هغه په يو طومار کښې وليکل. دا د يهوداه ټولو هغه خلقو ته ولوله کوم چې د خپلو ښارونو نه د عبادت دپاره دلته راغلى وى.


د صدقياه د بادشاهۍ په يوولسم کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ هغوئ د ښار دېوالونه مات کړل او ښار ته ورننوتل.


نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د بابل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې.


هغه قرض د سود دپاره نۀ ورکوى او ناروا ګټه هم نۀ کوى، بدو کارونو نه ځان ساتى او د دوو کسانو په لانجه کښې د صحيح اِنصاف فېصله کوى.


د جلاوطنۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور د اِمامانو او پېغمبرانو نه تپوس وکړى چې، ”آيا مونږ ماتم وکړُو او روژه ونيسو په پينځمه مياشت کښې، لکه څنګه چې مونږ دا د ډېرو کالونو نه کوُو؟“


”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟


دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.


بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو.


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“


خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan