زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بېعزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بېعزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.
زۀ يروشلم او د يهوداه ټولو ښارونو او د هغوئ بادشاهانو او مشرانو له لاړم او هغوئ ټولو د غضب د پيالۍ نه وڅښل. د هغه وخت نه تر اوسه پورې، دا مُلک تباه شو، او د هغوئ دپاره د يرې او دهشت، ټوقو مسخرو شو او خلقو د هغوئ په نومونو لعنت وئيلو.
زۀ به په هغوئ جنګ، قحط او وبا نازله کړم او د هغوئ پسې به يم، او د دُنيا ټول نور قومونه چې هغوئ ته ګورى نو ورته به د يرې او دهشت مثال وى او چې چرته هم هغوئ خوارۀ کړم نو ټولو خلقو ته به يې د نفرت او سپکاوى باعث وګرځوم.
تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.
زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“
زۀ به يهوداه داسې راکاږم لکه څنګه چې زۀ خپله د غشى لينده راکاږم او د اِفرائيم نه به يې لکه د غشو ډک کړم. زۀ به ستا زامن، اے صيونه، د يونان د زامنو خلاف راپاروم، او تا نه به د جنګيالى تُوره جوړه کړم.