Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 8:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو زۀ به اوس د دې خلقو پاتې شوو سره داسې معامله ونۀ کړم لکه چې ما مخکښې کړې وه،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 8:11
7 Iomraidhean Croise  

هغه به هر وخت نۀ ملامتوى، او خپل قهر به تر ابده نۀ ساتى.


د اِسرائيل حسد به ختم شى او د يهوداه د دشمنانو نام و نشان به ختم شى. اِسرائيل به د يهوداه نه نور نفرت نۀ کوى او نۀ به يهوداه د اِسرائيل سره دشمنى کوى.


په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.


د دې نه وړاندې چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کاڼى يو په بل نۀ وُو اېښودلے شوى، اوس دې خبرې ته ښۀ خيال وکړئ چې ستاسو به څۀ حال وو؟


زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan