Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 8:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د هغه وخت نه مخکښې د انسان او ځناور چا دپاره هم د مزدورۍ پېسې نۀ وې. هيڅ څوک هم خپل کاروبار ته د خپلو دشمنانو په وجه په حفاظت سره نۀ شو تلے، ځکه چې ما هر سړے د خپل ګاونډى دشمن کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 8:10
11 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.


کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟


کۀ د هغوئ دشمنان هغوئ جلاوطن کړى، نو هلته به زۀ تُورې ته د هغوئ د قتلولو حُکم ورکړم. زۀ به خپل نظر په هغوئ وساتم د هغوئ د فائدې دپاره نه بلکې د هغوئ د نقصان دپاره.“


د دې نه وړاندې چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کاڼى يو په بل نۀ وُو اېښودلے شوى، اوس دې خبرې ته ښۀ خيال وکړئ چې ستاسو به څۀ حال وو؟


د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan