Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 او کله چې تاسو خوراک څښاک کولو، آيا دا تاسو د ځان دپاره نۀ کولو؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 7:6
15 Iomraidhean Croise  

چې هغوئ د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک څښاک وکړو نو په هغه ورځ هغوئ ډېر خوشحاله وُو. هغوئ په دوېم ځل سليمان بادشاه جوړ کړو. هغوئ د مالِک خُدائ په نوم سليمان د بادشاه په توګه او صدوق د اِمام په توګه مقرر کړو.


تاسو ما له د ګډو خپلې سوزېدونکې نذرانې رانۀ وړلې، تاسو د قربانو سره زما درناوے ونۀ کړو. په تاسو مې بوج وانۀ چولو چې نذرانې مې درنه غوښتے وے او تنګ مې نۀ کړئ چې خوشبودارې مصالحې مې درنه غوښتے وے.


هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ.


هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.


هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے.


”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟


آيا دا هغه کلام نۀ دے چې ما مالِک خُدائ فرمائيلى وُو د وړومبيو پېغمبرانو په ذريعه کله چې په يروشلم او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې سکون او برکت وو، او نجب او د مغربى غرونو لمنې ښۀ آبادې وې؟“


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.


چې ستاسو زړۀ څۀ غواړى لکه غټه غوښه، نرۍ غوښه، مے يا شراب، نو په دې پېسو يې واخلئ. او هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې يې د خپل خاندان سره خورئ او خوشحالى وکړئ.


او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.


خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan