زکرياه 7:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 ما هغوئ د طوفان په ذريعه په لرى قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړل، چرته چې هغوئ لکه د پردو په شان اوسېدل. د هغوئ مُلک وران ويجاړ پروت وُو او د هغوئ نه پس ورته څوک نۀ شو راتلے. نو دغه شان د هغوئ خپل ښکلے مُلک په صحرا بدل شو.“ Faic an caibideil |
خلقو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى د هغه خلقو په حقله څوک چې په يروشلم کښې او د اِسرائيل په مُلک کښې اوسيږى، هغوئ به خپل خوراک په رېږدېدو سره کوى او اوبۀ به په مايوسۍ سره څښى، ځکه چې د دوئ د زمکې نه به هر څۀ چې په کښې دى لوټ شى د هغوئ ټولو د قتل و غارت زياتى په وجه څوک چې په کښې اوسيږى.