Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 کله چې ما ورته آواز وکړو، نو هغوئ نۀ اورېدلو، او نو اوس کله چې هغوئ آواز وکړى، نو زۀ به يې نۀ اورم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 7:13
23 Iomraidhean Croise  

کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.


خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى.


کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.


چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.


هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو.


نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.


اے يرمياه، تۀ د دې خلقو دپاره نۀ ما ته دُعا او نۀ مِنت زارى وکړې، ځکه چې زۀ به دوئ ته په هغه وخت کښې چې کله په تکليف کښې وى غوږ نۀ نيسم.


تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“


”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى.


نو اے يرمياه، کله چې تۀ دوئ ته دا هر څۀ ووائې دوئ به تا ته غوږ ونۀ نيسى، او کله چې تۀ دوئ ته آواز ورکړې دوئ به تا له جواب نۀ درکوى.


تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى.


”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟


”اے بنى آدمه، د اِسرائيل د مشرانو سره خبرې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، آيا تاسو راغلى يئ چې زما نه معلومات حاصل کړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، زۀ به تاسو ته معلومات درنۀ کړم. قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى.


نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“


بيا به هغوئ مالِک خُدائ ته چغه کړى، خو هغه به هغوئ ته جواب ورنۀ کړى. په هغه وخت کښې به هغه خپل مخ د هغوئ نه پټ کړى د هغه بدو عملونو په وجه چې هغوئ کړى دى.


خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.


تر دې چې تاسو يې غواړئ خو څۀ په لاس نۀ درځى، دا ځکه چې تاسو يې په بد نيت سره غواړئ، د دې دپاره چې تاسو يې په خپل عېش و عشرت ولګوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan