7 کله چې هغه طاقتور آسونه بهر ووتل، نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره بېصبره وُو. او هغې وفرمائيل، ”لاړ شئ او په دُنيا کښې ګشت ولګوئ.“ نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره لاړل.
پاڅه، روان شه او په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“
مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“
نو بيا ما غوښتل چې د څلورم ځناور په حقله صحيح مطلب باندې ځان پوهه کړم، کوم چې د نورو ټولو نه مختلف او يروونکے وو. او غاښونه يې د اوسپنې او د پښو پنجې يې د زېړو وې، هغه ځناور چې خپل ښکارونه يې ريچې ريچې کړل او تير يې کړل او څۀ چې ترې نه پاتې شول هغه يې د پښو لاندې کړل.
هغه لس ښکرونه لس بادشاهان دى څوک چې به د دې بادشاهۍ نه راشى. د دوئ نه وروستو به يو بل بادشاه پېدا شى، هغه به د مخکښېنو نه مختلف وى، هغه به درې بادشاهان ختم کړى.
بيا هغه سړے چې د سر درو ونو مينځ کښې ولاړ وو هغۀ جواب راکړو، ”دا هغه څوک دے چې مالِک خُدائ رالېږلے دے چې په دُنيا کښې ګشت وکړى.“
بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بېصبره شول