3 درېمه کښې سپين آسونه او څلورمه کښې برَګ آسونه وُو، ټول ډېر مضبوط وُو.
د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو او ما وکتل چې کوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ وُو.
د دې پنډۍ د اوسپنې، او د پښو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې شوې خاورې نه جوړه شوې وه.
په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو.
بيا ما آسمان پرانستے وليدو او هلته زما په وړاندې يو سپين آس وو او د هغۀ د سوارۀ نوم وفادار او رښتينے دے، ځکه چې هغه په عدالت کښې او په جنګ کښې په حقه دے.
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.
نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى.
ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى.