2 وړومبۍ ګاډۍ کښې سرۀ آسونه، دوېمه کښې تور آسونه وُو،
په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو.
هغه ګاډۍ چې تور آسونه يې دى د شمال مُلک طرف ته، د سپينو آسونو والا د مغرب طرف ته، او د برَګو آسونو والا د جنوب طرف ته روانه ده.“
بيا يوه بله نښه په آسمان کښې ښکاره شوه چې يوه لويه سره اژدها وه چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو او په سرونو يې اووۀ واړه تاجونه وُو.
روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.