Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 6:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 6:15
20 Iomraidhean Croise  

صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.


ګورئ زما خلق به د لرې لرې نه راځى، د شمال طرف او د نمرپرېواتۀ طرف نه، او د سينم نه به راځى.“


زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.


د پردى مُلک خلق به ستا دېوالونه بيا جوړ کړى، او د هغوئ بادشاهان به ستا خِدمت کوى. ما په غصه کښې تا له سزا درکړه، خو اوس به زۀ خپل فضل سره په تا رحم وکړم.


خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى.


اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“


”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى.


هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى.


ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“


خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېر‌يهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى.


خو تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې د هغۀ د شريعت په دې کِتاب کښې ليکلى دى. تاسو به د زړۀ د اخلاصه هغۀ ته راوګرځئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan