زکرياه 6:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 د خلدى، طوبياه، يدعياه او حين د صفنياه زوئ ته به تاج د مالِک خُدائ په کور کښې د يادګار په توګه ورکړے شى. Faic an caibideil |
ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بېعزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.