Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 6:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 دا هغه څوک دے چې د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى او دۀ ته به د بادشاهۍ جامې ورواغوستے شى او په تخت به کښېنى او بادشاهى به کوى. او په خوا کښې به اِمام د دۀ تخت سره ولاړ وى. او د دواړو په مينځ کښې به جوړ توړ وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 6:13
45 Iomraidhean Croise  

او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،


نو هغه به زما د نوم دپاره کور جوړ کړى او د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه کړم.


مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“


مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى، ”تۀ به لکه د مَلِک‌صِدق د تل دپاره اِمام يې.“


چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے.


ستا په خلاصون او مدد هغۀ وموندو عزت، تا هغۀ له ورکړو شُهرت، شان او شوکت.


په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.


بيا به د هغۀ د پلار د خاندان ټول وزن په هغۀ باندې راځوړند شى. او د هغۀ ټول اولاد او خپلوان به د لوښو په شان د وړې پيالۍ نه واخله تر غټ مرتبان پورې به دې مېخ پورې راځوړند وى.


اګر کۀ غرونه لرې کړے شى او غونډۍ غېبې شى، خو زما وفاداره مينه به ستاسو سره هيڅکله نۀ ختميږى، او زما د امن لوظ به هيڅکله تاسو سره نۀ ختميږى.“ هغه مالِک خُدائ داسې فرمائى څوک چې په تاسو رحم کوى.


د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.


زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.


په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“


په هغه وخت کښې به زۀ د داؤد د اولاد نه يوه صادقه څانګه راوټوکوم، هغه به په ټول مُلک کښې هغه کارونه کوى کوم چې د اِنصاف او صداقت وى.


هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى.


نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“


”د زرُبابل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.


د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه.


په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،


او په مسيح کښې هغه ايماندارانو او وفادارو وروڼو او خوېندو ته چې په کولوسى کښې دى. زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.


نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو.


چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.


څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.


هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan