زکرياه 6:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى. Faic an caibideil |
د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.