9 بيا ما بره وکتل، او زما په وړاندې دوه ښځې وې، چې وزرې يې په هوا کښې وې. د هغوئ وزرې لکه د زاڼې د وزرې په شان وې، او هغوئ دا ټوکرۍ د زمکې نه آسمان ته وخېژوله.
هلته مارغان په کښې ځان له جالې جوړوى، او ډينګان د چلغوزو ونو کښې اوسيږى.
تر دې چې مختلف مارغان لکه ډينګان، ګوګوشتکې، طوطاګرکى او زاڼى هم په دې پوهيږى چې اوس موسم بدل شو او راواپس کيږى. خو زما غوره شوے قوم زما د قانون نه ناخبره دے.
”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلافورزى يې کړې ده.
دا هغه مارغان دى چې تاسو به ترې نه کرکه کوئ چې تاسو يې ونۀ خورئ ځکه چې دا حرام دى، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ګنجۍ، کارغۀ، شترمرغ، ايلۍ، زاڼې، ډينګ، ماهى خور مارغۀ، سمندرى بطحه، ملاچرچک يا ښاپېرک.
”هغوئ دا ټوکرۍ چرته وړى؟“ ما د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې تپوس وکړو.
چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.
مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى.