Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 فرښتې وفرمائيل، ”د دې ښځې نامه بدعملى ده،“ او هغې هغه په ټوکرۍ کښې بيا ورديکه کړه او د سيکې دروند سر يې پرې کېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 5:8
11 Iomraidhean Croise  

په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“


زما ګناهونه په ما باندې غالب شوى دى، د ګناه دا پنډ د وړلو د برداشت نه بهر شوے دے.


د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى.


زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے.


بنى اِسرائيل هغه تاجران دى چې په لاس کښې يې د بې‌ايمانۍ تله وى او د دوکې کولو سره مينه کوى.


تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو.


آيا زۀ هغه سړے بې‌سزا پرېږدم څۀ چې په تول کښې بې‌ايمانى کوى، او ورسره د غلط وزن تيلۍ وى؟


بيا د سيکې دروند سر د ټوکرۍ نه اوچت کړے شو، او په ټوکرۍ کښې يوه ښځه ناسته وه.


نو ځئ او د خپل پلار نيکۀ نيمګړے کنډول ډک کړئ.


ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan