7 بيا د سيکې دروند سر د ټوکرۍ نه اوچت کړے شو، او په ټوکرۍ کښې يوه ښځه ناسته وه.
دا د بابل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو.
دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.
تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل.
بيا هغه سړے چې د سر درو ونو مينځ کښې ولاړ وو هغۀ جواب راکړو، ”دا هغه څوک دے چې مالِک خُدائ رالېږلے دے چې په دُنيا کښې ګشت وکړى.“
ما ترې تپوس وکړو چې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا د پېمانې ټوکرۍ ده.“ او هغې دا وفرمائيل چې، ”چې د ټول مُلک د خلقو د بېاِنصافۍ نه ډکه ده.“
فرښتې وفرمائيل، ”د دې ښځې نامه بدعملى ده،“ او هغې هغه په ټوکرۍ کښې بيا ورديکه کړه او د سيکې دروند سر يې پرې کېښودو.