6 ما ترې تپوس وکړو چې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا د پېمانې ټوکرۍ ده.“ او هغې دا وفرمائيل چې، ”چې د ټول مُلک د خلقو د بېاِنصافۍ نه ډکه ده.“
صحيح تلې، صحيح وزنونه او صحيح ناپونه استعمالوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ.
واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ.
تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو.
غريبانان په سپينو زرو او ضرورتمند په يوه جوړه څپلو اخلو، او غنم هم د بوسو سره خرڅوو.“
آيا زۀ د بدعمله په کور کښې په بدعملۍ سره ګټلے شوې خزانې هېرې کړم، او هغه کم ناپ تول چې پرې لعنت شوے دے؟
په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى.
بيا د سيکې دروند سر د ټوکرۍ نه اوچت کړے شو، او په ټوکرۍ کښې يوه ښځه ناسته وه.