Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو فرښتې زما نه تپوس وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى؟“ ما جواب ورکړو چې، ”ما ته په هوا کښې يو کولاو طومار ښکارى چې لس ګزه اوږد او پينځۀ ګزه پلن دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 5:2
8 Iomraidhean Croise  

”يو طومار راواخله او په هغې زما ټول کلام کوم چې ما درته د يهوداه، د اِسرائيل او د ټولو قومونو په خلاف د يوسياه د بادشاهۍ د وخت نه تر اوسه پورې نازل کړے دے وليکه.


او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم.


د مالِک خُدائ د قيامت لويه ورځ رانزدې ده، ډېره نزدې ده او زر راتلونکى ده. غوږ شئ، د مالِک خُدائ د ورځ ژړا به سخته وى، په هغه ورځ به ښۀ تکړه فوجيان هم چغې وهى.


”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى.


او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.


ځکه چې د هغې ګناهونه تر آسمانه رسېدلى دى او خُدائ پاک د هغې بد کارونه هېر کړى نۀ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan