Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 5:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 هغې جواب راکړو چې، ”د بابل مُلک ته چې د هغې دپاره هلته يو کور تيار کړى. کله چې هغه تيار شى، نو هلته به ټوکرۍ په خپل ځائ کېښودے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 5:11
10 Iomraidhean Croise  

د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو.


چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول.


په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر اريوک، د عيلام کِدرلاعُمر او د جوئيم تِدعال،


کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.


ځکه چې مونږ ته په بابل کښې هغۀ پېغام راولېږلو، او پېشګوئې يې وکړه چې زمونږ په جلاوطنۍ کښې به ډېر وخت لګيږى. نو هغۀ ووئيل، تاسو په دې وجه کورونه جوړ کړئ او هلته په کښې اوسېږئ، باغونه وکَرئ او د هغې مېوې خورئ.“


او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل.


او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.


”هغوئ دا ټوکرۍ چرته وړى؟“ ما د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې تپوس وکړو.


هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېر‌يهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.


نو هغه به په تاسو او ستاسو په اولاد باندې داسې لاعلاجه بيمارۍ او دردناکې وباګانې راولېږى چې هغه به هيڅکله نۀ بنديږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan