10 ”هغوئ دا ټوکرۍ چرته وړى؟“ ما د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې تپوس وکړو.
نو ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ چرته روان يې؟“ هغۀ راته په جواب کښې وفرمائيل، ”د يروشلم ناپ کولو له، چې دا معلوم کړم چې هغه څومره پلن او څومره اوږد دے.“
هغې جواب راکړو چې، ”د بابل مُلک ته چې د هغې دپاره هلته يو کور تيار کړى. کله چې هغه تيار شى، نو هلته به ټوکرۍ په خپل ځائ کېښودے شى.“
بيا ما بره وکتل، او زما په وړاندې دوه ښځې وې، چې وزرې يې په هوا کښې وې. د هغوئ وزرې لکه د زاڼې د وزرې په شان وې، او هغوئ دا ټوکرۍ د زمکې نه آسمان ته وخېژوله.
ما د هغه فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى زما مالِکه؟“