نو اوس ما له رانزدې شئ او چې زۀ څۀ وايم هغې ته غوږ ونيسئ. ما د شروع نه صفا خبره کړې ده، او ما همېشه خپله خبره رښتيا کړې ده.“ او زۀ اوس مالِک خُدائ تعالىٰ د خپل روح سره رالېږلے يم.
په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.