8 بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
هيڅ څيز هم نه، تر دې چې د زرُبابل په لار کښې غټ غرونه هم نۀ شى ودرېدلے، دا به د هغۀ په وړاندې هوار کړے شى. او کله چې زرُبابل د خُدائ د کور آخرى کاڼے په خپل ځائ کښې ږدى، خلق به چغې ووهى، خُدائ دې برکت ورکړى. خُدائ دې برکت ورکړى.“
”د زرُبابل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.
هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“