5 هغې ما ته جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، زما مالِکه،“ ما جواب ورکړو.
يوسف جواب ورکړو، ”صاحِبه، زۀ دا نۀ شم کولے، خو خُدائ پاک به تا ته ښۀ تعبير درکړى.“
دغه شان پوهه زما دپاره ډېره حېرانونکې ده، او دا خبره زما د عقل نه لويه ده.
دا کوم راز چې ما ته څرګند شو، د دې دا مطلب نۀ دے چې ګنې زۀ دې د نورو کسانو نه ډېر هوښيار يم، خو دا د دې دپاره چې تۀ، اے بادشاه سلامت، د دې راز په تعبير باندې کوم چې ستا په خيال کښې تير شو پوهه شې.
ما تپوس وکړو، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې جواب راکړو، ”زۀ به تا ته وښايم چې دا څۀ دى.“
بيا کومې فرښتې چې ما سره خبرې کولې ما له بيا راغله او زۀ يې بېدار کړم، لکه څنګه چې يو سړے د خوب نه راپاڅوى.
هغې جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، مالِکه،“ ما ورته ووئيل.
ما د فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې مِثال پوهه نۀ شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو مِثالونو څنګه پوهه شئ؟