Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 3:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 بيا ما ووئيل، ”هغوئ دې د هغۀ په سر باندې يو پاک پټکے کېږدى،“ او هغوئ ورته پاک پټکے په سر کېښودو او ښکلې نوې جامې يې ورواغوستلې کله چې لا د مالِک خُدائ فرښته د هغۀ سره هلته ولاړه وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 3:5
13 Iomraidhean Croise  

ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو.


هغۀ ته پټکے ورپه سر کړه او په دې باندې د سرو زرو پټۍ وتړه چې هغه نښه ورباندې لګېدلې وى.


شيشې، د کتان جامې، پړُونى او بُرقعې.


زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.


کله چې اِمامان د مالِک خُدائ په مقدس کور کښې داخل شى، بيا به هغوئ تر هغه وخته بهرنى دربار ته نۀ ځى ترڅو چې هغوئ هغه مقدسې جامې ونۀ باسى په کومو کښې چې هغوئ خِدمت کولو، ځکه چې دا مقدسې دى. هغوئ له پکار دى چې نورې کپړې واچوى د دې نه مخکښې چې هغوئ هغه ځايونو ته ورشى کوم چې د نورو خلقو دپاره دى.“


د مالِک خُدائ فرښتې يشوَع له په کلکه وفرمائيل،


د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه.


نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې،


او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan