10 په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو نو د يهوداه او د اِسرائيل خلق په امن سره اوسېدل، هر خاندان د انګورو باغونه او د اينځرو ونې لرلې.
مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم.
زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى،
حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ.
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې مُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“
په هغه وخت کښې به زۀ د ټولو ځنګلى ځناورو او د هوا مارغانو سره او په زمکه ښوئېدونکو ځناورو سره يو لوظ وکړم، نو هغوئ به زما خلقو ته نقصان نۀ رسوى. زۀ به د هغه مُلک نه د جنګ ټولې وسلې، تُورې او غشى لرې کړم او زما خلق به په امن او سکون سره ژوند تېروى.
هر يو کس به د خپل انګور د بوټى لاندې او د خپلو اينځرو د ونو لاندې کښېنى، او څوک به هم هغوئ ونۀ ويروى. ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى.
”په هغه ورځ به ډېر قومونه د مالِک خُدائ سره يوځائ شى او هغوئ به زما خلق شى. زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم او تاسو به په دې پوهه شئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.