Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 3:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بيا هغۀ ما ته يشوَع مشر اِمام وښودلو چې د مالِک خُدائ د فرښتې په وړاندې ولاړ وو، او اِلزام لګوونکے يعنې شېطان د هغۀ په ښى طرف ولاړ وو چې په هغۀ اِلزام ولګوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 3:1
36 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“


هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“


شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردم‌شمارى وکړى.


زما زامنو وخت مۀ ضائع کوئ. تاسو هغه څوک يئ چې مالِک خُدائ د دې دپاره خوښ کړى يئ چې هغۀ ته خوشبوئى وسوزوئ او د هغۀ په عبادت کښې د خلقو مشرى وکړئ.“


دا د هغه سړو نومونه دى چا چې د غېرو قومونو ښځې کړې وې، د هغه اِمامانو نومونه د قبيلې په حِساب سره ليکلے شوى دى: د يشوَع ډله او د هغۀ د وروڼو چې د يوصدق زامن وُو: معسياه، اِلى‌عزر، يريب او جدلياه.


د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو:


کله چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.


نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.


اے خُدايه، تۀ په دوئ باندې خراب خلق مقرر کړه چې دوئ ملامته کړى، په دۀ اِلزام لګونکے دې د دۀ ښى لاس ته ودريږى.


نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بې‌مطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.


هغوئ دې زما په مقدس کور کښې خِدمت وکړى، د خُدائ د کور د دروازو ذمه وارى دې واخلى او په دې کښې دې خِدمت کوى، هغوئ دې سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ د خلقو دپاره حلالې کړى او د خلقو په وړاندې دې ودريږى او د هغوئ خِدمت دې وکړى.


”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بې‌لارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتى‌اېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.


بيا زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ، يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زوئ، او د مالِک خُدائ پاتې شوو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک خبرې ومنلې چې د حجى پېغمبر په ذريعه وئيلے شوې وې چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک هغه رالېږلے وو. او خلق د مالِک خُدائ نه ويرېدل.


خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،


نو مالِک خُدائ په رحم او نرم لفظونو هغه فرښتې سره خبرې وکړې چا چې ما سره خبرې کولې.


ما تپوس وکړو، د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا هغه ښکرونه دى چې يهوداه، اِسرائيل او يروشلم يې خوارۀ وارۀ کړى دى.“


ما تپوس وکړو، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې جواب راکړو، ”زۀ به تا ته وښايم چې دا څۀ دى.“


نو څۀ وخت چې کومې فرښتې ما سره خبرې کولې هغه مخکښې لاړه نو په دې وخت کښې يوه بله فرښته د هغې سره مِلاوېدو دپاره راغله،


واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى.


نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“


د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه.


”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“


شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى.


په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.


خو هغه به تاسو له زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ.


تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.


نو د بيت‌شمس خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ، د دې مقدس خُدائ پاک په وړاندې څوک ودرېدے شى، مونږ هغه چرته ولېږُو چې زمونږ نه لرې شى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan