3 نو څۀ وخت چې کومې فرښتې ما سره خبرې کولې هغه مخکښې لاړه نو په دې وخت کښې يوه بله فرښته د هغې سره مِلاوېدو دپاره راغله،
ما تپوس وکړو، د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا هغه ښکرونه دى چې يهوداه، اِسرائيل او يروشلم يې خوارۀ وارۀ کړى دى.“
او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى.
بيا کومې فرښتې چې ما سره خبرې کولې ما له بيا راغله او زۀ يې بېدار کړم، لکه څنګه چې يو سړے د خوب نه راپاڅوى.
هغې ما ته جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، زما مالِکه،“ ما جواب ورکړو.
بيا هغه فرښته چې ما سره يې خبرې کولې ما ته نزدې راغله او ما ته يې وفرمائيل، ”بره وګوره او هغه څۀ چې ښکارى دا څۀ دى.“