2 نو ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ چرته روان يې؟“ هغۀ راته په جواب کښې وفرمائيل، ”د يروشلم ناپ کولو له، چې دا معلوم کړم چې هغه څومره پلن او څومره اوږد دے.“
او د هغه ځائ نه به سيدها د ښار حدود جارب غونډۍ پورې ورسيږى او بيا به د جوعه طرف ته راتاو شى.
کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.
تاسو به ښار ته د جائيداد په توګه درې کيلوميټر پلنه او دولس نيم کيلوميټره اوږده علاقه ورکړئ، د مقدسې حصې سره خوا په خوا، دا به د ټولو بنى اِسرائيلو وى.“
په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
”هغوئ دا ټوکرۍ چرته وړى؟“ ما د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې تپوس وکړو.
خو اوس زۀ هغه چا ته روان يم چا چې زۀ رالېږلے يم. اوس په تاسو کښې هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چې تۀ چرته روان يې؟
ما ته د ناپ کولو د ګز په شان يوه لښته راکړے شوه او راته ووئيلے شو چې، ”اوس پاڅه او د خُدائ پاک کور او قربانګاه کچ کړه او عبادت کوونکى شمار کړه.