زکرياه 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“ Faic an caibideil |
ډېر قومونه به د بنى اِسرائيلو مدد وکړى چې هغوئ خپل هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے دے. او هلته به هغه قومونه د وينځو او نوکرانو په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کوى. کومو خلقو چې په يو وخت کښې بنى اِسرائيليان نيولى وُو نو اوس به بنى اِسرائيليان هغه خلق ونيسى او د بنى اِسرائيلو خلق به په هغه خلقو حکومت کوى چا چې په يو وخت کښې په هغوئ ظلم زياتے کولو.
نو اوس دا ټولې خبرې د هغوئ خلاف بيان کړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ به د آسمان د اوچتو او مقدسو ځايونو نه لکه د ازمرى په شان وغړمبيږى او هغه به د خپل وطن خلاف زورَور آوازونه وکړى. او هغه به داسې په تېزه آوازونه وکړى لکه څنګه چې د انګورو نچوړونکى په هغه وخت کښې شور کوى. او هغه به د هغوئ ټولو خلاف په زوره چغې ووهى څوک چې په دُنيا کښې اوسيږى.
نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“