Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زکرياه 2:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زکرياه 2:1
12 Iomraidhean Croise  

ما لوهار پېدا کړے دے، څوک چې د هوا په ذريعه سکارۀ ګرموى او وسله جوړوى. د تباهۍ دپاره ما تباه کار هم پېدا کړى دى.


او د هغه ځائ نه به سيدها د ښار حدود جارب غونډۍ پورې ورسيږى او بيا به د جوعه طرف ته راتاو شى.


مالِک خُدائ دا اعلان وکړو چې، د موآب ښکر مات شو، او د هغۀ طاقت ختم شو.“


کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.


ما وليدل چې هلته د مالِک خُدائ د کور نه ګېرچاپېره دېوال راتاو وو. د هغه سړى په لاس کښې د ناپ کولو لرګے لس نيم فټه وو چې دېوال يې ناپ کړو، او دېوال غټوالے لس نيم فټه پلن وو او لس نيم فټه اوچت وو.


کله چې هغه سړے فيته په لاس نمرخاتۀ طرف ته لاړو، نو هغۀ نيم کيلوميټر ناپ وکړو او بيا يې زۀ په اوبو کښې بوتلم چې د ګيټو پورې وې.


هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې تر ګوډو پورې ډوبې وې. هغۀ بيا نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې دا تر ملا پورې وې.


د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.


په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور ښکرونه وُو.


ما ته د ناپ کولو د ګز په شان يوه لښته راکړے شوه او راته ووئيلے شو چې، ”اوس پاڅه او د خُدائ پاک کور او قربان‌ګاه کچ کړه او عبادت کوونکى شمار کړه.


کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan