زکرياه 14:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 بيا به تاسو زما د غرۀ په وادۍ کښې وتښتئ، ځکه دا به تر آضل پورې رسېدلې وى. تاسو به داسې وتښتئ لکه څنګه چې تاسو د يهوداه د بادشاه عُزياه په ورځو کښې د زلزلې نه وتښتېدلئ. بيا مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به راشى، او ټولې پاکې فرښتې به هغۀ سره راشى. Faic an caibideil |
بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.